تېره اونۍ په برتانیا کې د معلولو وګړو په اړه نړیواله غونډه جوړه شوې وه.
په غونډه کې چې د معلولینو نړیوال سازمان رابللې وه پر ګڼ شمېر موضوعاتو پکې بحث وشو.
د افغان پلاوي مشري د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، معلولینو او شهیدانو د چارو مرستیال وزیر لعل الدین اریوبي کوله.
له ښاغلي اریوبي سره سپین تڼی ځانګړې مرکه کړې.
یاده دې وي چې دا مرکه تېره اونۍ ثبت شوې.